کورپاڼه / خپلواک / شفيق ستانکزی: انضمام الحق د راشد خان په اړه درواغ وايي
راشد، شفيق او انضمام

شفيق ستانکزی: انضمام الحق د راشد خان په اړه درواغ وايي

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييه رييس شفيق ستانکزي د انضمام الحق هغه خبرې رد کړې دي، چې ويل يې راشد خان هغه د افغانستان ملي لوبډلې ته راوستی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي انضمام الحق په خپله يوه ويډيو کې د راشد خان د ملي لوبډلې ته راوستلو کيسه کړې ده او ويلي يې دي، چې د غوراوي کمېټې مشر نه غوښتل چې هغه په لوبډله کې واخلي، خو په وينا يې، چې ما په زوره ملي لوبډلې ته راوسته او اوس يې ټوله نړۍ پېژني او د هر تجارتي ليګ هڅه کوي چې په لوبډله کې يې شامل کړي.

دا هم ولولئ: انضمام الحق: راشد خان ملي لوبډلې ته ما په زوره راوستی

د انضمام الحق دغه خبرو ته په غبرګون کې د کرکټ بورډ پخواني اجراييوي مشر شفيق ستانکزي ويلي دي، چې انضمام الحق ته په کمال د احترام، اما د راشد خان په اړه يې تر ډېره حده غلط معلومات ورکړي دي.

شفيق ستانکزي په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې ليکلي دي:

((راشد خان د دولت احمدزي په سپارښتنه او د کپتان اصغر افغان په وېنا د شل اوریزه سکواډ حصه وه، کله چی موږ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه له زمبابوې څخه وبایلله نو دولت خان او اصغر افغان له ما څخه راشد خان وغوښت او ما هم د دوی خواست منظور او په دې ډول د یو ورځنۍ لوبډلې حصه شه.))

هغه په خپلو خبرو کې زياتوي: ((انضمام الحق راشد بلکل لیدلی هم نه و او بله دا چې کله راشد زمبابوې ته ورسېد نو په سبا يې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه.))

شفيق ستانکزی وايي، چې راشد هغه غمی دی چې دولت خان پېدا او اصغر افغان وتراشه.

د يادولو ده چې د راشد خان د ملي لوبډلې ته راوستلو په اړه دوی دعوې کوي، خو په خپله راشد خان لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي، چې هغه ملي لوبډلې ته چا او څنګه راوستی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …