کورپاڼه / کرکټ / ټرینټ بولټ: د هند پر وړاندې د شاهین افریدي پر پلان کار کوم

ټرینټ بولټ: د هند پر وړاندې د شاهین افریدي پر پلان کار کوم

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي ټرینټ بولټ ویلي دي، چې د هند لوبډلې پیلیز توپ وهونکي روهیت شرما پر وړاندې د پاکستاني توپ اچونکي شاهین افریدي پر پلان کار کوي.

ټرینټ بولټ ویلي دي، هیله لرم چې زه هم د هند پر وړاندې هغسې سوینګ وکړم، لکه څنګه چې شاهین افریدي د هند پر وړاندې وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د شل اوریز نړیوال جام پرمهال هند لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له پاکستان څخه په لس ویکټو ستره ماتې وخوړه.

په یاده لوبه کې د پاکستان توپ اچونکي شاهین افریدي په لومړي توپ روهیت شرما له مخې پورته کړ او په خپل دویم اور کې یې لوکیش راهول هم وسوځاوه.

نن ماښام به د هند او نیوزیلېنډ لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې پاکستان ته بایللي دي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …