کورپاڼه / خبرونه / قیس احمد: د اصغر افغان په استعفاء خواشیني یوو تشه به یې تر ډیره ډکه نه شي

قیس احمد: د اصغر افغان په استعفاء خواشیني یوو تشه به یې تر ډیره ډکه نه شي

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی قیس احمد ویلي دي، چې د اصغر افغان په استعفاء خواشیني یوو تشه به یې تر ډیره ډکه نه شي.

قیس احمد ویلي دي:((د یو لوبغاړي لپاره رښتیا هم نړیوال کرکټ پریښودل یوه سخته پریکړه وي یو لوبغاړی ټول عمر خواري وکړي بیا د کرکټ سره د تل لپاره مخه ښه وکړي دا یوه ستونزمنه پریکړه وي.))

هغه زیاتوي چې اصغر افغان د ځوانو لوبغاړو لپاره پر زړه تیږه کېښوده او دا پرېکړه یې وکړه:((اضغر افغان د وطن، کرکټ او ځوانو لوبغاړو ته د چانس ورکولو لپاره داسې پریکړه وکړه.))

قیس احمد زیاته کړې ده، اصغر خان د افغانستان کرکټ لپاره داسې خدمتونه کړي چې تر ډېره به هېر نشي او د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال یې هېواد ته ډېرې بریاوې او ویاړونه راوړي دي.

هغه د قیس احمد په ستاینه کې لیکلي دي:((نوموړی یو ځیرک او پوه لوبډلمشر وو اصغر افغان د ځوانو لوبغاړو په روزلو او د افغانستان لوبډلې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی په استعفاء یې خواشیني یوو تشه به یې تر ډیره ډکه نه شي.))

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …