کورپاڼه / کرکټ / شین وارن د نیمه پایلوبې او پایلوبې په اړه وړاندوینه وکړه

شین وارن د نیمه پایلوبې او پایلوبې په اړه وړاندوینه وکړه

د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتونکو لوبډلو نومونه لاهم نه دي په ډاګه شوي، ځکه چې تر اوسه پورې یوې لوبډلې هم خپلې لوبې نه دي پای ته رسولي.

خو دا چې کومې لوبډلې به تر نیمه پایلوبې پورې رسېږي، د کرکټ شنونکو یې په اړه وړاندوینې کړي او په دې لړ کې پخواني استرالوي لوبغاړي شین وارن هم د نیمه پایلوبې او پایلوبې په اړه وړاندوینه کړې ده.

په بي ګروپ کې پاکستان لوبډلې درې لوبې ترسره کړي او درې واړه یې ګټلې، یعنې نیمه پایلوبې ته یې وتل باوري شوي او ښایي لومړی مقام هم خپل کړي، خو د افغانستان، هند او نیوزیلېنډ لوبډلې به د دویم مقام خپلولو لپاره هڅه کوي.

شین وار د نړیوال جام لوبو ته په کتو ویلي دي:((زه اوس هم باوري یم چې دا لوبډلې به په خپلو ګروپونو کې غوره لوبډلې وي او تر نیمه پایلوبې، پایلوبې پورې ورسېږي.))

هغه زیاته کړې، چې په ای ګروپ کې به انګلستان لومړی او استرالیا په دویم نمبر وي او په بي ګروپ کې به لومړی پاکستان او دویم به هند وي. په نیمه پایلوبه کې به هند له انګلستان او پاکستان به د استرالیا پر وړاندې لوبه کوي او پایلوبه به یا د هند او پاکستان او یاهم د استرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …