کورپاڼه / جالب / بیګا شپه د ټولې اروپا په ګډون په آسټریا کې وخت یو ساعت شاته شو

بیګا شپه د ټولې اروپا په ګډون په آسټریا کې وخت یو ساعت شاته شو

د ټولې اروپا په ګډون په آسټریا کې هم د اوړي او ژمي موسم وخت د شنبې په شپه، چې د اکتوبر له ۳۰مه سره برابره وه او د اکتوبر ۳۱مه یعنې نن سهار د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال وخت بدل او یو ساعت وروسته شو.

په ټوله اروپا کې کال کې دوه ځلې وخت بدلېږي او له (CET) یعنې ژمي څخه د ګرمۍ موسم بدلون د مارچ په اخر کې د یکشنبې په ورځ وي او له ګرمۍ څخه د (CET) یعنې ژمي پیلېدل د اکتوبر له وروستۍ یکشنبې بدلون کوي.

په اروپا کې سره له دې چې د اوړي او ژمي د وخت د نه بدلون په ډېر بحثونه کېږي، خو بیاهم د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال وخت بدلون وکړ او د شنبې شپه او نن سهار له درې بجو، دوو بجو ته شاته کړ او شپه یې یو ساعت زیاته کړه.

دغه راز د مارچ په ۲۷مه د یکشنبې په د ژمي موسم د اوړي موسم ته اوړي او د شنبې په شپه او د یکشنې په ورځ به ساعت له دوو بجو درې ته مخکې شي او شپه به یو ساعت کمه شي.

د ګرمۍ موسم به په ټوله منځنۍ اروپا کې د مارچ په وروستۍ یکشنبه د شپې له دوو بجو پیل شي او د ژمي موسم تل د اکتوبر په وروستۍ یکشنبه له درې بجو پیلېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …