کورپاڼه / اسلام / آیا په اوداسه کې د خولې وینځلو له ګټو خبر یاست؟

آیا په اوداسه کې د خولې وینځلو له ګټو خبر یاست؟

د اوداسه پرمهال خوله وینځل کېږي، پاک کېږي او دا لارښوونه هم کېږي چې مسواک دې ووهل شي، ځکه چې هغه لمونځ چې د مسواک وهلو سره ادا شي، له مسواک وهلو پرته له لمونځ کولو پنځه ویشت ځله غوره دی.

که د ساینس له نظر ورته وګورو نو انسان د خولې له لارې خوراک کوي، نو که چېرته خوله پاکه نه شي، نو په خوله کې د ډوډۍ پاتې شوني پاتې کېږي او د څه وخت وروسته بدبویي پیدا کوي، که د غوښې او خوړو ټوټې پاتې شي نو (Fermentation) پیدا کوي.

نو که چېرته بیا څه خورو نو له خوړو سره میکروبونه معدې ته داخلېږي او د ناروغۍ لامل کېږي. د الله تعالی خوږ رسول صلی الله علیه وسلم په ورځ کې د پنځه وخته اودس کولو لارښوونه کړې او ترڅنګ د مسواک وهلو هم ویلي دي.

په نړۍ کې سهار له خوبه د پورته کېدو سره د غاښونو د برش کولو عادت ډېر شوی، خو په دې اړه ساینس څېړنه کړې او ویلي یې دي چې سهار وختي غاښونو برش کول دومره ګټور نه وي لکه د شپې چې څومره ګټور وي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي چې کله به هغه مبارک وېده کېده، نو په اودس سره به وېده کېده، نو لکه څنګه چې په اودس کې خوله هم پاکېږي نو رسول الله به د شپې غاښونه پاکول او آرام به وېده کېده.

دا هم ولولئ

نوي ساینسي هم د ږیرې پرېښودلو حیرانوونکې ګټې ومنلې

ږیره پرېښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی او د اسلام مبارک …