کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي د ټرینټ بولټ خبرو ته ځواب ورکړ

ویرات کوهلي د ټرینټ بولټ خبرو ته ځواب ورکړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې د چټک توپ اچونکي ټرینټ بولټ د خبرو ځواب ورکړ.

راپورونه وایي، نن د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ مهمه لوبه ترسره کېږي او هغه لوبډله چې لوبه ګټي نو نیمه پایلوبې ته یې تګ آسانه کېږي او بایلونکې لوبډله ښایي د نړیوال جام له مخکې تګه پاتې شي.

له دې لوبې وړاندې د نیوزیلېنډ لوبډلې چټک توپ اچونکي ټرینټ بولټ ویلي دي، چې زه د هند پر وړاندې په هماغه پلان کار وکړم لکه څنګه چې څو ورځې وړاندې شاهین افریدي عملي کړ.

نوموړي ویلي ول چې زه په دې نه پوهېږم چې کوم توپ اچونکی به د هند پر وړاندې ښه توپ اچونه وکړي، خو شاهین افریدي چې د هند پر وړاندې کومه توپ اچونه وکړه، هغه د یو کیڼ لاسي توپ اچونکي لپاره غوره و، که چېرته ماته موقع په لاس راغله نو هماغه به کوم لکه څنګه چې هغه وکړ او که چېرته سوینګ مې وکړ نو د شاهین افریدي پلان عملي کوم.

ویرات کوهلي د ټرینټ بولټ په ځواب کې ویلي، که چېرته ټرینټ بولټ د شاهین افریدي غوندې توپ اچونه کوي، نو حوصله به ترلاسه کړي او همداسې غواړي هم، موږ د ټرینټ بولټ پر وړاندې لوبېږو او د هغه په ګډون پر ټولو فشار اچوو.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …