کورپاڼه / جالب / په یو ساعت کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ پاونډه وزن پورته کولو ریکارډ جوړ شوی

په یو ساعت کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ پاونډه وزن پورته کولو ریکارډ جوړ شوی

د کاناډا یو لوبغاړي هغه وخت د ګنیز نړیوال ریکارډ مات کړ، کله چې هغه په یو ساعت کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ پونډه وزن پورته کړ او دا کارنامه یې پخپل نوم کړ.

د نولن ډي لیون په نوم د فوکوموټو فټنس کې تر یوه ساعته پورې ۷۰ پونډه کیتلي بال کارولی دی.

نوموړي د ۱۸۴ تمرینونو په بشپړولو سره چې په هغې کې هغه کیتلي بال پر سر ایښی و او ګونډه یې پر ځمکه ایښې وې او په همدې پوزیشن کې تر یو ساعته پورې ولاړ و.

لیون د بي بي سي خبري آژانس ته ویلي دي، په وروستیو کې مې له ځان سره وویل چې بخښنه غواړم، زه خو دا نشم کولی او نه دوام ورکولی شم او په بشپړه مانا مې ماتې ماتې منلې وه.

خو ډي لیون ماتې ونه منله او د ۱۰۷۳۲.۵ پاونډه د تېر هغه ریکارډ په ماتولو کې بریالی شو، چې د روان کال په میې کې یو کاناډایي لوبغاړي کریس کاکس جوړ کړی و.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …