کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه اداکاران چې له فلمي کیریر څخه وړاندې یې کور هم نه درلوده

هغه اداکاران چې له فلمي کیریر څخه وړاندې یې کور هم نه درلوده

کله چې د فلمي صنعت ځینې مشهور اداکارانو او شخصیتونو هوسا ژوند وینو، نو داسې فکر کوو چې دوی به له لومړیو د ښه ژوند لرونکي ول، خو داسې نه ده بلکې دوی یو وخت بې کوره هم وو او ډېرې ستونزې یې لرلې. دوی د پرمختګ لپاره ډېرې ستونزې لېدلي او د یو څه د ترلاسه کولو لپاره یې ډېره خواري کړې ده.

شاه رخ خان:
د بالیووډ صنعت بادشاه شاه رخ خان همداسې نه ده مشهور شوی بلکې ددې لپاره یې ډېرې ستونزې ګاللي دي او کله چې یې له ګوري خان سره واده وکړ، نو هغه وخت یې مالي ستونزې لرلې، کور یې نه درلود، خو اوس یې نه یوازې په هند کې بلکې په دوبۍ او لندن کې هم ځمکې شته.

غنا علي:
پاکستانۍ اداکارې او موډلې غنا علي په یوه مرکه کې ویلي دي، چې له هغې سره هم د اوسیدو سره کور نه و، خو اوس ډېره خوشحاله او مشهوره ده.

جم کیري:
د هالیووډ مشهور کامیډن او اداکار جیم کیري له شهرت څخه خو نن سبا هر څوک خبر دي، نوموړي ډېرې جایزې هم پخپل نوم کړي دي. هغه اصلاً د کاناډا اوستوګن دی. هغه په ماشومتوب کې له ښوونځي ایستل شوی، بیا یې له هغې وروسته په بسونو ګرځېده او موټرې یې پارک کولې.

نوازالدین صدیقي:
نوازالدین په لومړیو کې یو بزګر او چوکیدار و، د ډېرې غریبې کورنۍ څخه و، ډېرې مالي ستونزې یې لرلې، خو کله چې یې فلمونو کې کار پیدا کړ نو شهرت یې وموند.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …