کورپاڼه / ريکارډونه / محمد شهزاد لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې ۲۰۰۰ منډې جوړوي

محمد شهزاد لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې ۲۰۰۰ منډې جوړوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلز توپ وهونکی او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد د لومړي د لومړي افغان په توګه ۲۰۰۰ منډې پوره کړې او په عموم کې دولسم لوبغاړی شو چې دا کارنامه کوي.

محمد شهزاد په خپله ۶۸مه نړیواله لوبه کې یاد هدف ته ځان ورساوه او لومړی افغان لوبغاړی چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې دا کارنامه کوي.

نوموړي په ۶۸ لوبو کې ۲۰۱۱ منډې جوړې کړې، چې په دې لوبو کې یې دولس نیمه سلیزې او یوه سلیزه لري او ترټولو لوړې منډې یې ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې جوړول دي.

په دې نوملړ کې ویرات کوهلي په لومړي، ګوپټل دویم، روهیت شرما دریم، پال سټرلینګ څلورم، ارون فینچ پنځم او محمد حفیظ شپږم مقام لري.

دغه راز شعیب ملک اووم، ایون مورګن اتم، ډیویډ وارنر نهم، بابر اعظم لسم، برینډن مکالم یوولسم او محمد شهزاد دولسم مقام ونېوه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …