کورپاڼه / کرکټ / افغان لوبډلې نمیبیا ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه

افغان لوبډلې نمیبیا ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه

افغان لوبډلې د یوې ښې لوبې په پایله کې د نمیبیا لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۷مه لوبه د افغانستان او نمیبیا ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. په پیل کې د لوبې پچه افغانستان وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

که څه هم ویشتنځای د توپ اچونې لپاره جوړ و، خو افغان لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه او ټولو لوبغاړو په خپل مسولیت سره لوبه وکړه او نمیبیا ته یې یو ښه هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې، چې شهزاد ۴۵، ځاځي ۳۳، اصغر افغان ۳۱ او محمد نبي ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نمیبیا لپاره روبین ترمپلمن او لوفتي ایتان دوه-دوه او جی جی سمیت یوه ویکټ ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې په دې لوبه کې اصغر افغان استعفاء هم ورکړه.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …