کورپاڼه / روغتيا / که چېرته په کور کې د وینې فشار معلومول غواړئ نو په دې طریقه یې معلوم کړئ

که چېرته په کور کې د وینې فشار معلومول غواړئ نو په دې طریقه یې معلوم کړئ

که چېرته تاسې په کور کې یوازې یاست او په ناڅاپي ډول مو د زړه ضربان تېز شي او سر درباندې دروند شي، نو په دې صورت کې لومړنی فکر دا کېږي چې د وینې جریان کې کوم بدلون راغلی، خو په دې حالت کې له کور بهر تلل او معاینات کول، ښایي خطر رامنځته کړي.

ځکه چې په دې حالت کې د سر ګرځېدلو خطر وي او د لوېدو خطر هم وي چې بیا د ټپې کېدو سبب هم کېږي. خو پوښتنه داده چې د وینې فشار څه ته وایي؟ د انسان زړه د پمپ په ډول کار کوي چې په منظم ډول سره درزېږي او په یوه دقیقه کې پنځه لیتره وینه پمي کوي او ددې چارې د دوامداره ساتلو لپاره فشار یا دباو ته اړتیا ده چې د وینې فشار ورته وایي.

د وینې فشار نارمل اندازه ۱۲۰/۸۰ ده، خو که چېرته له دې پورته شي نو لوړ فشار او که ښکته شي نو ټیټ فشار ورته ویل کېږي، چې پخپله ځانګړې آلې سره معلومېږي خو پرته له آلې هم کتل کېدلی شي.

لومړنۍ طریقه: ددې لپاره چې د زړه ضربان مو معلوم کړئ، نو د شهادت او منځنۍ ګوته مو د مړوند په هغه برخه کېږدئ چېرته چې تاسې د زړه ضربان حس کولی شئ.

دویم: له دې وروسته د زړه ضربان مو تر لس دقیقو پورې حس او وشمېرئ، که چېرته یې سرعت ۷ وي نو ۱۰ سره یې ضرب کړئ، نو پایله به یې درته معلومه شي او د یوه روغ انسان زړه په یوه دقیقه کې له ۶۰-۱۰۰ پورې درزېږي.

که چېرته د زړه ضربان مو سم احساسېده نو مطلب یې دادس چې د وینې فشار مو نارمل دی، که چېرته یې ضربان نه احساسېده نو مطلب یې دادی چې د وینې فشار مو ټیټ دی.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …