کورپاڼه / بېلا بېل / ایا پوهېږئ چې ولې والدین خپل ماشومان د غېږې په کیڼ اړخ کې اخلي؟

ایا پوهېږئ چې ولې والدین خپل ماشومان د غېږې په کیڼ اړخ کې اخلي؟

تاسې به ډېر وخت لېدلي وي چې ګڼ شمېر والدین خپل ماشومان په غېږ کې له نېولو وروسته په ښي اړخ کې نیسي. په دې اړه سپین ږیري او مشرانو د خپلو تجربو له مخې بېلابېلې نظرې ورکوي خو روغتیاپالان یې هم د لامل موندلو لپاره څېړنې کوي.

له دې وړاندې داسې فکر کېده چې پخوا به خلکو په ښي لاس کار کاوه، نو په همدې سبب به یې په کیڼ اړخ خپل ماشومان نېول. خو اوس څېړنې وایي چې ۷۰-۸۵ سلنه خلک په کیڼ اړخ کې ماشومان اخلي، چې تر شا یې په زړه پوري لاملونه دي.

د ماشومانو متخصصین وایي، هغه کسان چې په کیڼ لاس کار کوي، هغوی له کار کولو وروسته په کیڼ اړخ کې ماشومان اخلي. کارپوهان په دې باور دي که چېرته میندې په کیڼ اړخ کې ماشومان واخلي نو د مور او زوی ترمنځ ټولنیزې او احساساتي اړیکې ښې کېږي خو که چېرته پلرونه دا کار وکړي نو د هغوی اړیکه هم ښه والی مومي.

څېړنو دا هم ویلي چې یوازې انسان نه بلکې تي لرونکي حیوانات هم خپل بچیان په کیڼ اړخ کې اخلي. څېړونکې وایي چې په کیڼ اړخ کې د ماشومانو اخیستلو لامل له دماغو سره اړیکه ده، ځکه چې د انسان بدن کیڼ اړخ د دماغو ښي اړخ څخه کنترولېږي.

د دماغو دا برخه د ټولو احساساتو مرکز وي او د بدن له کیڼ اړخ څخه پیغامونه ترلاسه کوي او څېړونکې وایي چې دا برخه په حیرانوونکې توګه د مور او پلار ترمنځ مینه ډېروي او اړیکې یې نورې هم ښې کوي.

دا هم ولولئ

غوا

هند کې د غواګانو لپاره هم د امبولانس سروس شروع کېږي

د هند د اتراپردېش ایالت اعلی وزیر اعلان کړی دی، چې د ناروغو غواګانو لپاره …