کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

له کله راهیسې چې فیسبوک په خپل نوم کې بدلون راوستی او د شرکت نوم یې له فیسبوک څخه میټا ته اړولی دی، نو د یو نوم ورکي شرکت ونډې آسمان ته پورته شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس، د مارک زکربرګ له لورې کله چې د فیسبوک شرکت نوم میټا ته واوښت، نو یو نوم ورکي شرکت پکې ښه ګټه وکړه او په بازار کې ونډې څو برابره پورته شوې.

د سرچینو له مخې، فیسبوک د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د شرکت نوم له فیسبوک څخه میټا ته واړوو، نو په پایله کې د کاناډا یو نوم ورکي شرکت (میټریل) ونډې د فیسبوک سره د ورته والي مخې ډېرې شوې.

راپور زیاتوي، کله چې فیسبوک له زوړ نوم سره مخه ښه وکړه، نو د میټریل په نوم شرکت په ونډو کې شپږ سلنه ډېروالی راغلی او شپږویست سلنو ته پورته شوي.

له دې برعکس د فیسبوک په ونډو کې یوازې یو اعشاریه شپږ سلنه زیاتوالی راغلی. باید یاده کړمه چې دا لومړی ځل نه دی چې د نوم د ورته والي پر اساس یو شرکت ډېره ګټه کوي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …