کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډلې په دریمه لوبه کې نمیبیا ته ماتې ورکړه

افغان لوبډلې په دریمه لوبه کې نمیبیا ته ماتې ورکړه

نن ورځ د چټک توپ اچونکو نوبت و او د افغان لوبډلې لپاره حمید حسن او نوین الحق ډېر ښه وځلېدل او لوبډله یې تر بریا پورې ورسوله.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۷مه لوبه د افغانستان او نمیبیا ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. په پیل کې د لوبې پچه افغانستان وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې، چې شهزاد ۴۵، ځاځي ۳۳، اصغر افغان ۳۱ او محمد نبي ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نمیبیا لپاره روبین ترمپلمن او لوفتي ایتان دوه-دوه او جی جی سمیت یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نمیبیا لوبډلې د ۱۶۱ منډو په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډې وکړې او په ۶۲ منډو یې ماتې وخوړه، چې له ډلې یې ډیویډ ویسي ۲۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د افغانستان لخوا نوین الحق او حمید حسن ښه توپ اچونه وکړه، دواړو درې-درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز ګلبدین دوه او راشد خان یوه ویکټ ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې په دې لوبه کې اصغر افغان استعفاء هم ورکړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …