کورپاڼه / کرکټ / شکیب الحسن هم له نړیوال جام څخه بهر شو

شکیب الحسن هم له نړیوال جام څخه بهر شو

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او د الراونډرانو په درجه کې د لومړي مقام لرونکی شکیب الحسن هم له نړیوال جام څخه بهر شو.

د راپورونو له مخې، شکیب الحسن د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبه کې ټپي شو او نشي کولی چې د شل اوریز نړیوال جام په راتلونکو کې برخه واخلي او په لوبو کې ولوبېږي.

بنګله دېش د نړیوال جام په سوپر (۱۲) پړاو کې خپلې درې لوبې د سریلانکا، انګلستان او ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړي او په درې واړو لوبو کې د ماتو په خوړلو په جدول کې وروستی مقام لري.

بنګله دېش به خپله څلورمه لوبه سبا د نومبر په لومړۍ نېټه له سویلي افریقا سره او وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې په څلورمه نېټه له استرالیا سره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې شکیب الحسن د ۲۰۲۱ شل اوریز نړیوال جام پرمهال ۶ لوبو کې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړي او دویم مقام له ځان سره لري او په لومړي مقام کې سریلانکایي لوبغاړی ونیندو هسرنکا په ۶ لوبو کې د ۱۱ ویکټو په لرلو اول مقام له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …