کورپاڼه / بېلا بېل / د غم یا مصیبت هېرولو لپاره دا کارونه ترسره کړئ

د غم یا مصیبت هېرولو لپاره دا کارونه ترسره کړئ

موږ ډېر وخت د ژوند ستونزې او کړاوونه په ځان باندې تحمیلوي او په دې توګه زموږ د ناوړه چلند لامل هم کېږي، خو باید په یاد ولرئ چې د ژوند دا خوښۍ او کړاوونه د لمر او سیوري په څېر دی. د انسان اصلی ازموینه په سختیو کې ده، هغه څوک چې په زړورتیا سره مقابله وکړی، هغه تر ټولو بریالی کس دی، نو راځئ چې نن درته د غم په حالت کې د خوشالۍ څو اسانه لارې وښیو.

په کور کې لایټ تراپي وکړئ:
لکه څنګه چې د لمر وړانګې د نړۍ تیاره لېرې کوي، همدغه راز د رڼا درملنې یا لایټ تراپۍ په مرسته هم د انسان له ژوند څخه د یو څه وخت لپاره د ناهیلۍ تیارې ورکېږي. ددې لپاره په آرام حالت کې په یوه څوکۍ کښینيئ، یو څراغ په څنګ کې کېږدئ او رڼا یې کړئ، خو په مستقیم ډول څراغ ته مه ګورئ، بلکې کتاب ولولئ یا موسیقي واورئ او ذهن بوخت وساتئ نو طبیعت به مو ښه شي.

سهار وختي قدم وهنه وکړئ:
که چېرته د ورځې پیل ښه شي، نو ټوله ورځ به ښه تېره شي. له همدې امله سهار وختي د یو څه وخت لپاره په تازه هوا کې ګرځېدل که له یوې خوا بدن ته انرژۍ ورکوي، نو له بلې خوا بدن او ذهن تازه ساتي. دغه راز د سهار قدم وهنه دماغ ته د وینې رسولو ته وده ورکوي او په دې ډول یو شخص ددې وړتیا پیدا کوي چې د ستونزو د حل کولو په موخه ښه تمرکز وکړي.

ښه کارونه وکړئ:
که چېرته خپله ستونزه درته ډېره لويه ښکاري نو د هغه خلکو ستونزې ته سترګې واړوئ، چې له تاسو غټې ستونزې لري او بيا په خپل درد او غم د ژړا پر ځای له بل چا سره مرسته وکړئ، په دې سره به له يوې خوا خوښي ومومئ او له بلې خوا به خپله ستونزه کوچنۍ ووینئ.

وخاندئ او ستونزې هېرې کړئ:

که چېرته یو څوک د مصیبت پر وخت خاندي نو لیونی ښکاري، خو که څوک د خندا لپاره د دلیل په لټه کې وي، هغوی تل بریالي وي. که چېرته اندیښمن یاست او د یوې ستونزې حل نه شئ موندلی، نو د یو څه وخت لپاره آرامه اوسئ ترڅو د مبارزې ځواک ومومئ.

دا هم ولولئ

فنلېنډ د نړۍ تر ټولو خوښ او افغانستان بیا تر ټولو ناخوښ یا غمجن هېواد اعلان شو

که څه هم په دې وروستیو کې نړۍ له بېلابېلو ستونزو او په دې وروستیو …