کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف کېښود

هند د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف کېښود

هند یو ځل بیا تر سخت فشار لاندې لوبه وکړه او په توپ وهنه کې یې هیڅ یو توپ وهونکې د پام وړ توپ وهنه ونه کړای شو او همدا و چې نیوزیلېنډ ته یې د ۱۱۱ منډو هدف کېښود.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۸مه لوبه د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د دوبۍ په نړیواب کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. په پیل کې د لوبې پچه نیوزیلېنډ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

هند یو ځل بیا په پاور پلی کې تر فشار لاندې راغی او مهمې ویکټې یې ډېر ژر-ژر وسوځېدې، که څه هم هندي لوبغاړو ډېره هڅه وکړه ترڅو لوبه پخپله کنترول کې واخلي، خو ونه توانېدل چې پر لوبډله یې پرېوتی فشار له منځه یوسي.

هند لوبډلې په ډېرو ستونزو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې لوکیش راهول ۱۸، روهیت شرما ۱۴، هاردیک پانډی ۳۳ او رویندر جدیجا ۲۶ ناسوځېدلې منډې کړې.

د نیوزیلېنډ لپاره ټرینټ بولټ ښه توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز ایش سودي دوه، ټیم سوتي او ادم میلن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …