کورپاڼه / خبرونه / ګربز، اصغر افغان ته: ته د هېواد غښتلی آتل او تاریخ جوړونکی لوبډلې مشر وې

ګربز، اصغر افغان ته: ته د هېواد غښتلی آتل او تاریخ جوړونکی لوبډلې مشر وې

د ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی رحمن الله ګربز، اصغر افغان ته په خطاب کې ویلي دي، چې ته د هېواد غښتلی آتل او تاریخ جوړونکی لوبډلې مشر وې.

رحمن الله ګربز پر خپله فیسبوکپاڼه اصغر افغان ستایلی دی او هغه ته یې په خطاب کې ویلي دي چې ستا کړنې او اتلولي به تل د ملت په زړه کې وي.

ګربز د اصغر افغان استعفاء د کرکټ په ډګر کې یو اخلاقي جرات او د هېواد کرکټ د پرمختګ لپاره لپاره یې ستره قرباني ګڼلې او زیاته کړې یې ده چې دا قرباني به تل زموږ په یاد وي.

رحمن الله ګربز د خپل فیسبوکي پوسټ په وروستیو کې د اصغر افغان لپاره د ښه راتلونکې هیله څرګنده کړې او هغه ته یې په راتلونکې د بریا او سوکالۍ دعا کړې.

د یادونې وړ ده، چې نن ورځ اصغر افغان له نمیبیا سره خپله وروستۍ نړیواله لوبه ترسره کړه او په رسمي ډوله یې له نړیوال کرکټ سره په داسې حال کې مخه ښه وکړه، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …