کورپاڼه / جالب / په روسیه کې یو ډېر عجیب خوسکی پیدا شوی دی

په روسیه کې یو ډېر عجیب خوسکی پیدا شوی دی

په روسیه کې د یو داسې حیرانوونکی بدن لرونکی خوسکی پیدا شوی، چې په مور زادي توګه دوه سرونه لري خو مړ پیدا شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د روسې د خاکاسیا په ښار کې یو بزګر هغه وخت د حیرانۍ احساس وکړ، کله چې د هغه غوا د دوو سرونو لرونکی خوسکی وزېږاوه او د خوسکی بدن د خنځیر په شان و.

په ټولنیزو رسنیو کې ویل کېږي، چې د خنځیر په شان بدن لرونکی دغه خوسکی د روانې اکتوبر میاشت په پیل کې زېږېدلی و.

پر ټولنیزو رسنیو د خوسکی عکسونه ډېر ژر لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې لېدل کېږي چې د خوسکي بدن د خنځیر په څېر ګلابی دی او دوه سرونه لري، چې د غوا په څېر ښکاري.

د غوا څښتن، چې په خپله یو بزګر دی، وایي چې دا یې د غوا لومړنی بچه و او کله چې پیدا شو، نو هماغه وخت مړ و.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …