کورپاڼه / خبرونه / راشد خان او محمد نبي د اصغر افغان د ژړا عکس په خپلو پروفایلونو لګولی

راشد خان او محمد نبي د اصغر افغان د ژړا عکس په خپلو پروفایلونو لګولی

نن د ملي لوبډلي پخواني مخکښ لوبډلمشر اصغر افغان د نمیبیا پر وړاندې خپله وروستۍ نړیواله لوبه ترسره کړه او په رسمي ډول یې استعفاء ورکړه، چې بیا یې د خبري کانفرانس پرمهال له سترګو اوښکې هم وبهېدې.

اصغر افغان په ژړغوني غږ وویل، چې د استعفاء پرېکړه کول د یو لوبغاړي لپاره ډېره سخته وي، خو دی مجبور دی چې دا کار وکړي او خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي او د نوموړي له سترګو اوښکې روانې شوې.

راشد خان او محمد نبي، چې د اصغر افغان نږدې ملګري هم دي، د اصغر افغان هغه عکس په خپلو پروفایلونو کې لګولی، چې سترګې یې له اوښکو ډکې لیدل کېږي.

د راشد خان په پروفایل کې د اصغر افغان عکس د یو ساعت په شاوخوا وخت کې ۹۰ زره کسانو خوښ کړی دی او د پنځه زره کسانو په شاوخوا کې خلکو پرې تبصرې کړي دي.

بل لوري ته د محمد نبي په پروفایل کې یاد عکس د یو ساعت په شاوخوا وخت کې ۹۱ زره کسانو خوښ کړی دی او د خلکو زره کسانو په شاوخوا کې خلکو پرې کومنټونه کړي دي.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …