کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي: اصغر افغان له وړاندې د استعفاء پرېکړې کړې وه

محمد نبي: اصغر افغان له وړاندې د استعفاء پرېکړې کړې وه

د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي وایي، چې هغه هڅه وکړه ترڅو اصغر افغان د استعفاء پرېکړه واخلي، خو هغه ورسره نه وه منلې ځکه له وړاندې یې دا پرېکړې وه.

محمد نبي دا څرګندونې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي او ویلي یې دي، کله چې یې له اصغر افغان څخه د خپلې پرېکړې د اخیستو په اړه وپوښتل، نو هغه ورته ورته وویل چې نه دا پرېکړه مې له وړاندې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې نن ورځ د ملي لوبډلې پخواني مخکښ لوبډلمشر اصغر افغان له نمیبیا سره وروستۍ لوبه وکړه او د استعفاء اعلان یې وکړ. نوموړي په دې لوبه کې ۳۱ منډې هم جوړې کړې.

اصغر افغان د خبري کانفرانس پرمهال وویل چې د پاکستان پر وړاندې د لوبې بایللو په سبب مجبور شو چې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي او خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

نوموړی د افغان لوبډلې یو پیاوړی لوبډلمشر و، چې نه یوازې افغان لوبډلې ته یې ډېرې بریاوې ور په برخه کړي، بلکې د هغه د لوبډلمشرۍ پرمهال افغانستان لوبډلې بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …