کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند یو ځل بیا ستره ماتې وخوړه

هند یو ځل بیا ستره ماتې وخوړه

هند یو ځل بیا په خپله دویمه لوبه کې د نیوزیلېنډ لوبډلې له سخت فشار لاندې راغله او همدا و چې یوه ستره ماتې یې وخوړه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۸مه لوبه د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د دوبۍ په نړیواب کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. په پیل کې د لوبې پچه نیوزیلېنډ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

هند لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې لوکیش راهول ۱۸، روهیت شرما ۱۴، هاردیک پانډی ۳۳ او رویندر جدیجا ۲۶ ناسوځېدلې منډې کړې.

د نیوزیلېنډ لپاره ټرینټ بولټ ښه توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز ایش سودي دوه، ټیم سوتي او ادم میلن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نیوزیلېنډ د ۱۱۱ منډو هدف ډېر په آسانۍ په ۱۴.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او هند ته یې په اتو ویکټو ستره ماتې ورکړه، چې له ډلې یې ډیرل میچل ۴۹ او کین ویلیمسن ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند لپاره جسپریټ بومرا دوه ویکټ ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …