کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ نړیوالې شورا اصغر افغان ستایلی او مبارکي ورکړې ده

د کرکټ نړیوالې شورا اصغر افغان ستایلی او مبارکي ورکړې ده

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) ملي لوبډلې پخوانی مخکښ لوبډلمشر اصغر افغان ستایلی او د ښو وړتیاوو په ښودلو یې ورته مبارکي ورکړې ده

د کرکټ نړیوالې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې اصغر افغان د توپ وهونکي او د خپلې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د خپل هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا سرپرست اجراييوي مشر جیف الاردیس په اعلامیې کې ویلي دي: ((د کرکټ نړیوالې شورا په استازیتوب، هغه ته په راتلونکې کې د بریا هیله لرم او امید ده چې په اینده کې هم له کرکټ سره نږدې پاتې شي.))

دغه راز یادې شورا په اعلامیه کې ویلي چې اصغر افغان د دې شورا په اوو سترو نړیوالو جامونو او لویو سیالیو کې لوبېدلی دی.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ټولې ۱۱۴ یوه ورځنۍ، ۷۴ نړیوالې شل اوریزې او شپږ ټست لوبې کړي، چې په ترتیب یې ۲۴۲۴، ۱۳۵۱ او ۴۴۰ جوړې کړي. نوموړي په خپل ټول کیریر کې دوه سلیزې او نوولس نیمه سلیزې هم وهلي دي.

د یادونې وړ ده، چې اصغر افغان نن د نمیبیا پر وړاندې خپله وروستۍ نړیواله لوبه هم ترسره کړه، چې ۳۱ منډې یې پکې جوړې کړې او له لوبې وروسته یې په رسمي ډول استعفاء اعلان کړه.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …