کورپاڼه / خبرونه / ګلبدین نایب: د قدرمن، خوږ ملګري او ورور اصغر افغان په استعفاء له زړه نه خواشینی شوم

ګلبدین نایب: د قدرمن، خوږ ملګري او ورور اصغر افغان په استعفاء له زړه نه خواشینی شوم

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پرمهال د ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وایي چې د قدرمن، خوږ ملګري او ورور اصغر افغان په استعفاء له زړه نه خواشینی شوم.

د یادونې وړ ده، چې اصغر افغان نن له نړیوال کرکټ څخه استعفاء ورکړه او په ژړغوني ډول یې د مخه ښې په کانفرانس کې وویل چې زه خپل ځای ځوانو لوبغاړو پرېږدم.

ګلبدین نایب پخپل فیسبوکپاڼه د اصغر افغان ستاینه کړې او لیکلي یې دي:((اصغر افغان د افغانستان کرکټ په تاريخ کې يو له هغه ځلانده ستورو څخه دی، چې د افغانستان نوم او نښان يې د نړۍ په هر ګوډ کې لوړ ساتلى دى.))

هغه دغه راز لیکلي چې اصغر افغان د یوه ښه لوبډلمشر په توگه په پوره ذکاوت او ښه تدبیر سره ګران هیواد ته ډير ویاړونه راوړى دي او هغه ته د ژوند په چارو کې د بریا دعا کړې ده.

باید یاده کړم چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه څه موده وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې شو او پرځای یې ګلبدین نایب د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو، چې بیا ورسره په لوبډله کې یو شمېر اختلافات هم پیدا شول.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …