کورپاڼه / کرکټ / سمیع الله شینواری: اصغر افغان د افغانستان د کرکټ د غوره او ځلانده ستورو له جملې څخه دی

سمیع الله شینواری: اصغر افغان د افغانستان د کرکټ د غوره او ځلانده ستورو له جملې څخه دی

د ملي لوبډلې لوبغاړي سمیع الله شینواري هم د اصغر افغان په استعفاء خواشیني ښودلې او هغه یې د افغانستان کرکټ غوره او ځلانده ستوری ګڼلی.

سمیع الله شینواري پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې:((د خوږ ملګري او قدرمن ورور اصغر افغان په استعفاء ډیر زیات خوابدې شوم.))

نوموړی د اصغر افغان په ستاینه کې لیکلي دي:((اصغر افغان د افغانستان د کرکټ د غوره او ځلانده ستورو له جملې څخه دی چې د افغانستان نوم او عزت يې د نړۍ په هر ګوډ کې لوړ ساتلى دى.))

شینواري دغه راز لیکلي:((اصغر افغان د افغانستان لپاره د یو ښه لوبغاړي ترڅنګ یو غوره او کامیاب لوبډلمشر هم پاتې شوې دې او د افغانستان لپاره یې ډیر ویاړونه ترلاسه کړي دي.))

سمیع الله شینواري په وروستیو اصغر افغان ته دعا کړې ده او هغه ته یې د یوه خوشحاله او کامیابه راتلونکې ژوند غوښتنه کړې او په چارو کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړې ده.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …