کورپاڼه / خبرونه / حضرت ځاځی: زه ډېر بختور یم چې لومړۍ نړیواله لوبه مې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې ترسره کړې

حضرت ځاځی: زه ډېر بختور یم چې لومړۍ نړیواله لوبه مې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې ترسره کړې

د ملي لوبډلې بریدګر توپ وهونکی حضرت ځاځی وایي، زه ډېر بختور یم چې لومړۍ نړیواله لوبه مې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې ترسره کړې.

حضرت ځاځي پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي، چې اصغر افغان د ملي لوبډلې د غوره لوبډلمشرانو له جملې څخه دی، د کرکټ له ټولو فارمیټونو څخه یې استعفاء اعلان کړه.

هغه لیکلي دي، زه ډېر بختور یم چې لومړۍ نړیواله لوبه مې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې ترسره کړې. اصغر له ټولو افغان لوبغاړو سره یو نه باورېدونکی سفر درلود او له بریالیو لوبډلمشرانو له جملې څخه دی.

ځاځی زیاتوي، اصغر افغان د افغانستان لپاره زیات شمېر نړیوالې لوبې ګټلي او د هغه کمی به تر ډېره احساس شي. ځاځی مخکې لیکلي دي، زه درته په ژوند کې د بریا دعا کوم، تاسو به د ټولو افغان مینه والو او لوبغاړو په یاد وي.

د یادونې وړ ده چې اصغر افغان تېره خپله وروستۍ نړیواله لوبه هم ترسره کړه او له هر ډول کرکټ څخه یې استعفاء وړاندې کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …