کورپاڼه / خبرونه / ډاکتر عبدالله: د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني کپټان او غړي محترم اصغر افغان ستاینه او قدرداني کوم

ډاکتر عبدالله: د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني کپټان او غړي محترم اصغر افغان ستاینه او قدرداني کوم

د ملي مصالحې شورا پخواني مشر د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني کپټان او غړي محترم اصغر افغان ستاینه او قدرداني کوم.

ډاکټر عبدالله عبدالله د اصغر افغان په ستاینه کې لیکلي دي:((ښاغلي اصغر افغان کابو دوه لسیزې د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان لپاره نه هېرېدونکي خدمتونه کړي چې ستاینه یې کوم او د هېواد د کرکټ په نړۍ کې به یې هڅې تلپاتې او د پام وړ وي.))

عبدالله عبدالله د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د استعفاء پرېکړې هرکلی کړی او لیکلي یې دي:((د دې تصمیم یې هم هرکلی کوم چې نویو ځوانانو ته یې په ټیم کې د لار موندنې په موخه استعفا وکړه.))

نوموړي دغه راز د محمد شهزاد د ۲۰۰۰ منډو جوړولو په تړاو لیکلي دي:((ښاغلي محمد شهزاد ته په ۲۰ اوریزو لوبو کې د ۲۰۰۰ منډو جوړولو مبارکي هم وایم.))

د یادونې وړ ده، چې د نمیبیا پر وړاندې محمد شهزاد په نړیوال شل اوریزو لوبو کې خپلې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې او لومړی لوبغاړی شو چې دا کارنامه ترسره کوي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …