کورپاڼه / روغتيا / د ریحان یا کشمالي پاڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ریحان یا کشمالي پاڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د معدې تېزابیت او بدهضمي یو له ډېرو اندیښمنونکو روغتیایي کیفیاتو څخه دی او ددې ستونزې د حل لپاره د غوره درملو انتخاب یوه بله ستونزه ګڼل کېږي.

روغتیاپالان وایي، که چېرته تاسې یا ستاسې د کورنۍ کوم غړی له یادو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، نو د اندیښنه وړ یې مه ګڼئ، بلکې د ریحان یا کشمالي پاڼې استعمال کړئ او آرام ترلاسه کړئ.

روغتیاپالان زیاتوي، له خوراک وروسته د ریحان یا کشمالي څو پاڼې وژوئ او سمدستي د تېزابیت ستونزه حل کړئ. ریحان یا کشمالي د طب په نړۍ ځانګړی مقام لري او د ټوخي سربېره د سرطان په څېر ناروغیړ درملنه کې هم کارول کېږي.

که چېرته ترڅو ورځو پورې پرلپسې د ریحان پاڼې استعمال کړو نو یوازې د لوږې کمښت ستونزه به مو حل شي بلکې د هضم لپاره هم ګټور وي. دغه راز د هورمونونو او منرالونو توازن ساتي، پوستکی روغ ساتي او له دانو څخه مخنیوی کوي.

د ریحان کارول د کلیسترولو د کمښت لپاره هم ګټور وي، انټي ایجنګ ځانګړتیا لري او که چېرته یې پاڼې شېدو کې واچول شي نو بدن ته وړتیا ورکوي او د سرطان په څېر د ناروغیو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …