کورپاڼه / خبرونه / د اصغر افغان د وروستۍ وینا مهم ټکي

د اصغر افغان د وروستۍ وینا مهم ټکي

تېره ورځ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان خپله وروستۍ نړیواله لوبه د نمیبیا پر وړاندې ترسره کړه او تر لوبې وروسته استعفاء ورکړه، چې بیا ورته ملي لوبغاړو د کیک پرې کولو مراسم هم ترتیب کړي ول.

په دې مراسم کې د هغه په بیټ ټولو لوبغاړو او روزونکو لاسلیکونه هم وکړل او خپله وروستۍ وینا یې هم ورته واوروله او پخپلو خبرو کې یې تکراراً وویل چې استعفاء کول ورته ډېر سخت ول.

نوموړي په خپلو کې وویل چې:((له کرکټ استعفاء کول ډېر سخت کار دی او دلته شان ټېټ، لانس کلوزنر او انډي فلاور دې ناست دي، هغوی پوهیږي چې استعفا کول څومره سخت وي.))

هغه له ټولو لوبغاړو بخښنه هم وغوښته چې په زړه کې هیچا ته خیره نه لرله او هیله یې وښوده چې ماته به یې هم څوک نلري، په همدې سبب یې ټولو ته بخښنه هم وکړه او بخښنه یې هم وغوښتله.

اصغر افغان زیاته کړه، چې ټول باید د همیش لپاره د هېواد لپاره لوبې وکړئ، که لومړی خپل هېواد په نظر کې ونیسئ نو باوري یم چې هېڅکله به مایوسه او شرمنده نشئ او غوښتنه یې وکړه چې خپلو پخوانیو لوبغاړو ته احترام ولري، ځکه هغوی لوبډله تر دې ځایه رارسولې ده.

دغه راز له ټولو لوبغاړو په ځانګړې توګه له نوروز منګل، محمدنبي، راشد خان، سمیع شینواري، ګلبدین او نورو څخه مننه وکړه چې د لوبو او لوبډلمشرۍ پرمهال یې د هغه سره مرسته وکړه او له ټولو یې غوښتنه وکړه چې په راتلونکو مهمو سیالیو کې د محمدنبي ملاتړ وکړي ترڅو ښې لوبې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …