کورپاڼه / روغتيا / د زنګون له درد څخه د ژغورلو آسانه لار

د زنګون له درد څخه د ژغورلو آسانه لار

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په ملیونونو داسې خلک شته، چې د مفصلونو د درد له امله د زنګون له سخت درد سره مخ دي او په همدې سبب ژوند د عادي چارو توان هم نلري.

متخصصینو د دې ډول ټولو اغیزمنو خلکو لپاره یوه کوچنۍ لیزري آله جوړه کړې، چې په مرسته یې د ځانګړي لیزر رڼا نه یوازې درد کموي بلکې د نسجونو وده او د بدن طبیعي جوړښت مخه هم نیسي.

د (NiPlus) په نوم دواړو اړخونو کې دوه لیزرې رڼا خارجوي، چې د زنګونونو ژورو ته ځانګړي رڼا لیږي او دې پروسې ته د رڼا درملنه یا لایټ تراپي ویل کیږي او په تخنیکي توګه د (فوتو موډلیشن) په نوم هم یادیږي.

په دې آله کې یو عصري لیزر لګول شوی، چې د وینې رګونو پراخولو کې مرسته کوي، داخلي سوخت کموي او بدن ته ددې توان ورکوي چې خپل ځان ورغوي او نیمګرتیاوې لیرې کړي.

د خپل ځانګړي ډیزاین او مقناطیسي پینل په سبب پټۍ د زنګون پر شاوخوا تړل کېږي او پر سم ځای رڼا ښیندي او د وینې جریان تېزوي، سوخت کموي او د سوخت پیدا کولو والا سایټوکینو تولید کموي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …