کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل کړ او میټا ته یې واړوو او اوس د یاد شرکت په ټولو اپلیکیشنونو کې د نوي د (فرام فیسبوک) پرځای (فرام میټا) لیکل پیل شوي.

وټساپ یو کال وړاندې پر خپل اپلیکیشن د (فرام فیسبوک) جمله ور اضافه کړه او له دې وړاندې پکې ترڅو کلونو پورې د خپل شرکت پیغام نه څرګنده شوې.

اوس به له وټساپ وروسته په انستاګرام، اوکولس او پخپله به پر فیسبوک هم ډېر ژر (فرام میټا) ولیکل شي. د شرکت د نوي نوم سره به د یاد شرکت د ټولو ویبپاڼو او اپلیکیشنونو نوم به هماغه وي.

د یادونې وړ ده، چې فیسبوک په دې وروستیو کې د خپل شرکت نوم (فیسبوک انکارپوریټډ) بدل کړ او (میټا انکارپوریټډ) ته واړوه او مارک زکربرګ اعلان وکړ چې د خپل شرکت نوم یې بدل کړ.

د فیسبوک اداره وایي، چې دوی ځکه د خپل شرکت ته نوم بدل کړ، ترڅو په انلاین کې نړۍ خپل خپل کارونو ته پراختیا ورکړي.

دا هم ولولئ

د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

له کله راهیسې چې فیسبوک په خپل نوم کې بدلون راوستی او د شرکت نوم …