کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدی: هند یوه موقع لري چې تر نیمه پایلوبې پورې ورسېږي

شاهد افریدی: هند یوه موقع لري چې تر نیمه پایلوبې پورې ورسېږي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پښتون لوبغاړي شاهد افریدي د نیوزیلېنډ په لاس د هند پر ماتې تبصره کړې او ویلي یې دي چې هند یوه موقع لري چې تر نیمه پایلوبې پورې ورسېږي.

شاهد افریدي پخپل پیغام ویلي دي، لکه څنګه چې هند په نړیوال کې دوه لوبې وکړي، نو په همدې اساس یې نیمه پایلوبې ته رسېدل له معجزې کم نه دي.

د یادونې وړ ده، چې د شل اوریز نړیوال جام په سوپر دولس پړاو کې هند دوه لوبې ترسره کړي او په دواړو لوبو کې یې ماتې خوړلې ده او نیمه پایلوبې ته یې رسېدل تقریباً ناشوني شوي دي.

هند په لومړۍ لوبه کې له پاکستان څخه په لس ویکټو ستره ماتې وخوړه او په دویمه لوبه کې له نیوزیلېنډ څخه د یو طرفه لوبې په پایله کې په اتو ویکټو ماتې وخوړه.

که چېرته هند پخپلو درې واړه لوبو کې په ښه او غوره رن ریټ سره بریا خپله کړي او نیوزیلېنډ په یوه لوبه کې له ماتې سره مخ شي نو هند لوبډله ښایي تر پایلوبې پورې ورسېږي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …