کورپاڼه / کرکټ / شعیب اختر: نه پوهېږم چې هند د لوبو لپاره څه ډول پلان جوړوي

شعیب اختر: نه پوهېږم چې هند د لوبو لپاره څه ډول پلان جوړوي

د پاکستان لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر ویلي دي، چې زه په دې نه پوهېږم چې هند د نیوزیلېنډ پر وړاندې لوبې ته څه ډول پلان جوړ کړی و.

د یادونې وړ ده چې بیګا د نړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې هند د نیوزیلېنډ په لاس سخته ماتې وخوړه، چې بیا له هغې وروسته شعیب اختر د تبصرې کولو لپاره ټولنیزې رسنۍ ته مخه کړه.

شعیب اختر ویلي دي چې:((ایشان کیشن په لومړي نمبر توپ وهنې ته واستول شو او هاردیک پانډي په وروستیو کې توپ اچونه وکړه، زه خو په تېره لوبه کې د هند د لوبې پر پلان پوه نه شوم.))

هغه زیاتوي، چې ویرات کوهلي پر خپل نمبر توپ وهنې ته رانغی او روهیت شرما هم پر خپل ځای ونه لوبېده او په دومره مهمه لوبه کې یې یو ځوان لوبغاړی اوپنینګ ته راوست.

شعیب اختر دغه راز ویلي دي، د هند لوبډله دومره تر فشار لاندې وه چې شل اوره یې هم سم ونشو لوبولی او په توپ اچونه کې له جسپریټ بومرا پرته هیچا هم سمه لوبه ونه کړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …