کورپاڼه / روغتيا / کوچني یا تي خور ماشوم ته د مېوو ورکول څنګه وي؟

کوچني یا تي خور ماشوم ته د مېوو ورکول څنګه وي؟

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې تر شپږ میاشتو پورې ماشوم ته د مور له شېدو نور هیڅ شی ورکول هم ښه نه وي او کله چې ماشوم د شپږو میاشتو شي نو له هغې وروسته ورته د نرمو خوړو ورکول پیلېږي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا کوچني یا تي خور ماشوم ته مېوه ورکول څنګه کوي؟ مور او پلار ته د خپل تي خور ماشوم په اړه د تازه میوو ورکولو هغه مهال سپارښتنه کوي کله چې یې د شېدو غاښونه راڅرګند شي.

روغتیاپالان وایي، په لومړي کال ماشوم ته د تازه مېوو ورکول د هغوی عضلې پياوړي کوي او د خولې غړي یې په حرکت راولي، چې بیا وروسته ورسره خبرو کولو او زده کړه کې مرسته کوي.

روغتیاپالان زیاتوي په لومړیو میاشتو کې کوچنی ماشوم باید له خوږو خوراکونو لکه شات، بورې او نورو عامو خوږو توکو څخه وساتل شي، ځکه چې په لومړیو میاشتو ماشوم ورته اړتیا نلري.

نو په همدې اساس ماشوم ته خواږه او جوسونه، چې بوره یا خواوه پکې وي، شه نوي او زیان ورته رسوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …