کورپاڼه / جالب / ډیرن سیمي هم د هند په لوبډله د طنز ګوزار کړی

ډیرن سیمي هم د هند په لوبډله د طنز ګوزار کړی

تېره ورځ هند په شل اوریز نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه له نیوزیلېنډ سره ترسره کړه، چې په اتو ویکټو یې ستره ماتې وخوړه، دې ماتې که له یوې ځینو ته خوښي ور وبخښله نو له بلې خوا په هند کې د خپګان فضاء خوره شوه.

بل لوري ته د ویسټ انډیز پخواني لوبډلمشر ډیرن سیمي هم د هند په لوبډله د طنز ګوزارونه شروع کړل او کنایي پوسټونه یې وکړل.

د ویسټ انډیز پخواني لوبډلمشر ډیرن سیمي پر تولنیزه رسنۍ ټویټر پوسټ کړی او لیکلي یې دي چې اوس-اوس یې د هیټي مشهور ریپر سندرغاړي وایکلف جین سندره واورېده.

نوموړي د هند له ماتې وروسته سمدستي ټویټ وکړ او و یې ویل:((د مهربانۍ له مخې څوک دې ۹۱۱ نمبر ته زنګ ووهي، زه په ستونزه کې یم، زه په رښتیا هم په ستونزه کې یم.))

د یادونې وړ ده چې یادې کلمې د هیټي د مشهور ریپر سندرغاړي وایکلف جین له سندرې اخیستل شوی او ۹۱۱ شمېره د امریکا د بېړنیو مرستو شمېره ده.

دا هم ولولئ

پاکستان د بنګله دېش لوبډلې ۴۴ منډې قرضداره کړ

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …