کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي د نیوزیلېنډ پر وړاندې د ماتې لامل وښوده

ویرات کوهلي د نیوزیلېنډ پر وړاندې د ماتې لامل وښوده

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د نیوزیلېنډ پر وړاندې د ماتې خوړلو لامل په لوبډله کې داخلي کیفیت یاد کړ. نوموړي ومنله چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې توپ وهنه او توپ اچونه ښه نه وه.

هندي لوبډلمشر وویل چې موږ په زړورتیا سره توپ وهنه او توپ اچونه ونشو کړای، له لوبې وړاندې لوبغاړي زړه نازړه ول او همدا لامل و چې لوبه مو وبایلله. نیوزیلېنډ له لومړي اور څخه پر موږ فشار واچوو او تر اخره یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړې ده، کله چې د توپ وهنې پرمهال موږ په موقع شاټ واهه نو ویکټ به مو له لاسه ورکړه، په شل اوریزه لوبو کې داسې کېږي، چې په سم ډول به توپ وهنه نشې کولی او کله چې شاټ وهې نو زړه نازړه به وې.

کوهلي دغه راز د یوې لوبډلې په توګه اړینه وي چې په ستونزمن وخت کې ښه لوبه وکړې او لوبه له فشاره وباسې خو موږ په تېرو دوو لوبو کې ونه توانېدو او همدا لامل شو چې موږ لوبې وبایللې.

د یادونې وړ ده، چې هند په نړیوال جام کې دوه لوبې ترسره کړي دي، چې لومړۍ لوبه یې هند ته په لس ویکټو او دویمه یې نیوزیلېنډ ته په اتو ویکټو وبایلله.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …