کورپاڼه / روغتيا / د لمر له وړانګو د ژغورنې لپاره د عینکو کارول څنګه وي؟ کارپوهانو خبرداری ورکړی

د لمر له وړانګو د ژغورنې لپاره د عینکو کارول څنګه وي؟ کارپوهانو خبرداری ورکړی

د سعودي عربستان روغتیاپالانو خبرداری ورکړی دی، چې د لمر له وړانګو څخه د ژغورنې لپاره د جعلي عینکو استعمال زیانمن تمامېدلی شي نو اړینه ده چې په دې برخه کې احتیاط وشي.

عربي رسنۍ وایي، چې ددې هیواد روغتیاپالان وایي چې د لمر په وړانګو کې د جعلي یا نقلي کارول د سترګو لپاره زیانمن تمامېږي ځکه چې د سترګو غاټکي د شاوخوا رڼل کې په هماهنګۍ کې مرستندویه وي خو نقلي عینکې یې ترمنځ خنډ جوړوي.

کله چې د لمر وړانګې پر سترګو پرېوځي نو د نقلي عینکې په سبب سترګو ته د رڼا رسېدنه محدودېږي او تیاره ځای ته د لمر وړاندې په غوره ډول رسېږي.

روغتیاپالان زیاتوي، که چېرته نقلي عینکې وکارول شي نو په دې صورت کې د سترګو غاټکي پراخېږي او د غاټکو پراخېدل په تیاره کې هم واقع کېږي.

په دې حالت کې بنفشي وړانګې په ډېره اندازه تېرېږي او په دې ډول د سترګو دید ته زیان رسوي، نو ددې لپاره اړینه ده چې سمې او غوره عینکې واخلي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …