کورپاڼه / خپلواک / د ٧ افغانانو په ګډون د بنګله دېش تجارتي ليګ سبا پيلېږي
بنګله دېش تجارتي ليګ

د ٧ افغانانو په ګډون د بنګله دېش تجارتي ليګ سبا پيلېږي

خپلواک وېبپاڼه (١٠ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٠١٩ پړاو سبا د دوه لوبو په پيلېدو سره شروع کېږي، چې د نورو لوبغاړو په ګډون ٧ افغان لوبغاړي هم په دغه سياليو کې د بېلا بېلو لوبډلو لپاره لوبېږي.

په دې لوبو کې محمد نبي د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى او همدا راز حضرت الله ځاځى، شفيق الله شفق، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، رحمان الله ګربز او نوين الحق له بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي.

سبا (د دسمبر په ١١مه نېټه) به لومړۍ لوبه د چټاګرام چېلنجرز او سيلهټ تهنډرز لوبډلو ترمنځ پيل شي، چې چټاګرام لوبډلې کې کوم افغان لوبغاړى نشته، خو په سيلهټ لوبډله کې به شفيق الله شفق ولوبېږي.

په دويمه لوبه کې به بيا د کوميلا واريرز او رنګپور رېنجرز لوبډلې سره مخامخ شي، چې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشري محمد نبي کوي او کوميلا واريرز لوبډله کې ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان لوبېږي.

د بي پي ايل شيډول

دغه سيالۍ چې د دسمبر په ١١مه نېټه به پيل شي، پايلوبه به يې د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په ١٧مه نېټه ترسره شي. د دې سياليو لومړۍ لوبه به د افغانستان په وخت ١٢ بجې او دويمه لوبه د افغانستان په وخت ٥ بجې پيلېږي، چې په افغانستان کې يې ملي ټلويزيون په ژوندۍ بڼه ښکاره کوي.

د بنګله دېش غوره ليګ د ٢٠١٩ کال د ټولو لوبډلو سکواډونه يا د لوبغاړو نوملړونه په لاندې ډول دي:

د بي پي ايل لوبډلې

راج شاهي کينګز:

ليتون داس، عفيف حسېن، ابو جاوېد، فرهاد رضا، روي بوپارا، حضرت الله ځاځى، تېجل اسلام، الوک کپالي، کامرول اسلام، عرفان سکر، محمد نواز، محمد عرفان، منهاج العابدين اپريدي، ناهيد اسلام، شعېب ملک او انډري رسل.

رنګپور رېنجرز:

مستفيز الرحمان، محمد نايم، عرافات سني، جهر الاسلام، محمد نبي، شاى هوپ، تسکين احمد، ذاکر حسن، فضل ربي، نادف چودري، ليوس ګريګوري، کېمرون ډيلپورټ او سنجيت ساها.

سيلهټ تهنډرز:

مصدق حسېن، محمد ميتون، نظم اسلام، سوهاګ غازي، شيرفېن روترفورډ، شفيق الله شفق، روني تالوکدار، نعيم حسن، دلاور حسېن، منير حسېن، نوين الحق، جوهانسن چارلس، رويل مياه، جيون مينډس، عبادت حسېن او شيلډون کاټرېل.

کوميلا واريرز:

سوميه سرکار، الامين حسېن، ياسر علي، شبير رحمان، کوسل پيريرا، مجيب الرحمان، سنزامول اسلام، ابو حېدر، مهيدل اسلام انکون، سمون خان، ډيويډ ملن، داسون شناکا او فردين حسن.

چټاګرام چېلنجرز:

محمودالله، امرال کېس، ناصر حسېن، روبيل حسېن، کيسريک ويليمز، نورالاحسن، انعام الحق، مختار علي، پيناک ګوش، اويشکا فرنانډو، راياد ايمريټ، ناسوم احمد، جنېد صديقي، ريان برل، عماد وسيم، لينډل سيمونز، زبېر حسېن او کريس ګېل.

ډهاکه پلاټون:

تميم اقبال، انامول حق، محمود، مهدي حسن، تيسارا پيريرا، لاوري ايوانس، عارف الحق، مومن الحق، شيوګاټا هوم، مشرفي مرتضى، وهاب رياض، اصف علي، رقيب الحسن، ذاکر علي، ليوس ريس او شاهد اپريدي.

کهلنا ټايګرز:

مشفيق الرحيم، شفيع الاسلام، نظمول حسېن، امين الاسلام، رېلي روسوو، روبي فريلينک، شمس الرحمان، سېف حسن، مهدي حسن، شاهد الاسلام، محمد عامر، نجيب الله ځدراڼ، اليس اسلام، تنوير اسلام او رحمان الله ګربز.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …