کورپاڼه / روغتيا / د پیازو چای وڅښئ او له ټوخي، زکام او نزلې ځان وساتئ

د پیازو چای وڅښئ او له ټوخي، زکام او نزلې ځان وساتئ

د هوا او موسم په بدلېدو سره هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي، په بېلابېلو ویروسي ناروغیو اخته کېږي. نو ددې له پاره چې د بدن دفاعي سیستم مو پیاوړی وي، د پیازو چای، چې په زیاته اندازه فاسفورس لري او د بدن ږ دفاعي سیستم پیاوړی کوي، استعمال کړو.

د روغتیایي کار پوهانو پر وینا ویل کېږي چې پیاز په طبیعي ډول داسې اجزاء لري، چې د بدن دفاعي سیستم ته قوت وربخښي. پیاز چې هر ځای ډېر په آسانۍ موندل کېږي، کولی شئ چې د چای په برابرولو یې له بېلابېلو موسمي ناروغیو لکه ټوخي، زکام، نزله او د پوستکي انتان څخه ځان وژغورئ.

روغتیایي کارپوهان وایي چې پیاز ویټامین سي، انټي اکسایډ، مګنیزیم، اوسپنه او د زنک عناصرو بډایه سرچینه ده، چې د همدې بې شمېره ګټو تر څنګ یې د ښې روغتیا په موخه د سلاد په شکل هم استعمالوي. که غواړئ د پیازو چای جوړ کړئ نو ځینې موادو ته، چې په هر پخلنځي کې شته، اړتیا ده. لکه: څو ټوټې پیاز، دوه یا درې دانې تور مرچ، یوه هیل دانه او لږه اندازه بادیان

لومړی په یوه لوښي کې یوه پیاله اوبه وخوټوئ، بیا پکې یو برابر پیاز چې نری ـ نری غوڅ شوی وي، د دوه یا دریوو مرچو سره واچوئ، دغه راز یو کوچنی هیل او یوه کاچوغه بایان پکې ور ګډ او سر یې بند کړئ. اوس یې د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو له پاره پرېږدئ، هر کله چې وخت پوره شو، چای چاڼ کړئ او پرته له خوږې یې وڅښئ.

په یوه پیاله خوټېدلو اوبو کې د شین یا تور چای سره د پیازو پاڼې ور واچوئ او د ۱۰ دقیقو له پاره یې سر بند کړئ، وروسته له هغې یې چاڼ او د خوند له پاره څو څاڅکي لیمو او شات ور ګډ کړئ.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …