کورپاڼه / روغتيا / په ځوانانو کې د ویښتانو توییدو لاملونه او حل لاره

په ځوانانو کې د ویښتانو توییدو لاملونه او حل لاره

ویښتان د انساني شخصیت یوه مهمه برخه ده او د ښکلا په برخه کې مهم رول لوبوي، همدا لامل دی کله چې د نارینه یا ښځینه وو ویښته توییږي نو ډېر ورته اندیښمن وي. د ویښتانو توییدل د یو وېروونکي خوب په څېر وي، په ځانګړي توګه کله چې یو نارینه د ویښتانو توییدل حس کړي نو یو ډول نا آرامي او اندیښنه ورسره پیدا کېږي.

په دې حالت کې د اندیښنې پرځای له هوښیارتیا کار اخیستل اړین وي، ځکه چې که چېرې ورته حللاره ونه موندل شي نو د ویښتانو توییدو سرعت ډېرېږي. ددې لپاره اړینه ده چې له لامبلو وړاندې په شړشمو ځان غوړ کړئ یا د شپې له وېده کېدو وړاندې ځان غوړ کړئ نو سهار ځان په شامپو ووینځئ.

ویښتان نوي سلنه پروټین لري نو ددې لپاره هر هغه خواړه چې لږ پروټین لري د ویښتانو لپاره زیانمن وي، په دې حالت کې هغه تازه مېوې وخورئ چې په ډېره اندازه پروټین لري.

دغه راز پیاز په ډېره اندازه سلفر لري چې پر کوپړۍ وهل د وینې جریان تېزوي او د کولجین نسجونو تولید زیاتوي او د ویښتانو وده کې مهم رول لوبوي. د هګیو ماسک هم ګټور تمامېږي.

د یادونې وړ ده چې په نارینه وو کې د ویښتانو توییدو په لاملونو کې د بورې ډېر استعمال، د کاربوهایډرټ، پروټین پوډر، د تایراید اغېزمن کېدل او د ویټامین کی کمښت د ویښتانو توییدو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …