کورپاڼه / روغتيا / د خوب کمښت د بدني توازن ساتلو وړتیاوې او صلاحیتونه اغېزمنوي

د خوب کمښت د بدني توازن ساتلو وړتیاوې او صلاحیتونه اغېزمنوي

د خوب کمښت د انسان د ورځني ژوند پر ډېرو زیاتو اړخونو اغېزې کوي او روغتیا یې هم تر اخپل تاثیر لاندې راولي او ګڼې ناروغۍ رامنځته کوي.

په دې اړه په یو راپور کې راغلي دي چې د خوب کمښت د بدني توازن ساتلو وړتیاوې او صلاحیتونه اغېزمنوي. په دې اړه څېړنو ثابته کړې ده چې د خوب کمښت د انسان چلند اغېزمنوي او له انسان څخه بدې کړنې واقع کوي.

له دې پرته څېړنیز راپورونه وایي چې د خپل خوب او پورته کېدو په وختونو کې بدلون راوستل د زړه حملې او زړه ناروغیو خطر تر ډېره زیاتوي.

د څېړنو له پایلو څېړونکې وایي، د هغه کسانو لپاره بشپړ او مناسب خوب کول ډېر زیات اړین وي چې په دفتر یا بېلابېلو ادارو او نورو ځایونو کې کار کوي.

څېړونکې وایي هغه کسان چې د خوب کمښت لري، که چېرته هغوی خپل خوب ښه کړي او په مناسب وخت وېده او رابیدار شي نو کولی شي چې په خپل چال، چلند کې ښه والی راولي او کابو یې کړي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …