کورپاڼه / خبرونه / محمد رضوان: اصغر افغان د افغانستان کرکټ لپاره مهم رول لوبولی

محمد رضوان: اصغر افغان د افغانستان کرکټ لپاره مهم رول لوبولی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي محمد رضوان ویلي دي، چې اصغر افغان د افغانستان کرکټ لپاره مهم رول لوبولی.

محمد رضوان د افغانستان پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د وروستۍ لوبې د مخه ښې شېبو هغه عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي، چې د لوبډلې لخوا یې ستاینه کېږي.

محمد رضوان په ټویټ کې لیکلي دي چې:((اصغر افغان په حقیقت کې د هغه څو لوبغاړو له جملې څخه دی چې د افغانستان لوبډلې لپاره یې مهم رول لوبولی.))

نوموړي ویلي دي:((اصغر افغان د محمد نبي، نوروز منګل او نورو لوبغاړو سره سره یوځای د خپل هېواد کرکټ لپاره مهم رول لوبولی دی.)) او د نېکو هیلو څرګندونه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې اصغر افغان تېره ورځ د خپل کیریر وروستۍ لوبه وکړه او استعفاء یې اعلان کړه، نوموړي وویل چې دا پرېکړه ورته سخته وه خو خپل ځای یې ځوانانو ته پرېښود.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …