کورپاڼه / خپلواک / نوازالدین صدیقي په ویب سیریزونو کې د کار نه کولو پرېکړه کړې

نوازالدین صدیقي په ویب سیریزونو کې د کار نه کولو پرېکړه کړې

مخکښ هندي اداکار نوازالدین صدیقي پریکړه کړې، چې په هند کې د ګړندي وده کونکي انلاین بازار لپاره رامینځته شوي تولیداتو کې کار نه کوي.

هندي رسنیو ته په یوه مرکه کې نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې انلاین پلیټ فارمونه د بې ګټې او بې ځایه خپرونو د خپرولو لپاره ښه ځای دی.

هغه ویلي:((یا خو موږ داسې خپرونې لرو چې د لیدو وړ نه دي یا موږ داسې خپرونې لرو چې په لړیو یا سیریزونو کې یې د ښودلو لپاره هیڅ پاتې نه دي.))

هغه زیاته کړې ده، چې دا د لویو پروډکشنو او اداکارانو لپاره یو کار ګرځیدلی دی، په بالیووډ کې لوی فلم جوړونکو د (OTT) په ډګر کې سره له لویو نومونو معاملې کوي او د تولید کوونکو جیب ته ډېرې پیسې ورځي.

صدیقي ویلي، چې هغه د ډیجیټل میډیم لپاره هغه لیوالتیا او مینه، چې د ​​​​مشهور ویب سیریز (سیکرډ گیمز) کې یې د کار کولو پرمهال احساس کړې وه، اوس ختمه شوې ده. نوموړی زیاتوي چې هغه پخپله انلاین خپرېدونکي فلمونه نشي لېدلی نو کار به پکې څنګه وکړي.

دا هم ولولئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه …