کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: شېدې او لبنیات د زړه لپاره ګټور وي

څېړنه: شېدې او لبنیات د زړه لپاره ګټور وي

د روغتیایي کارپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده، هغه کسان چې له شېدو او هغه توکو څخه ډېره ګټه پورته کوي، چې هغه له شېدو څخه جوړ شوي وي، نو په هغوی کې د زړه د ناروغیو خطرونه هم کم وي.

دغه څېړنه چې له شپاړس کلونو راهیسې په سویډن، امریکا، بریتانیه او ډنمارک کې د ترسره شوو څېړنو د ارزولو لپاره ترسره شوې، له مخې یې معلومه شوه چې د شېدو او لبنیاتو ډېر استعمال د زړه ناروغیو کچه کموي.

یوازې دا نه بلکې هغه کسان چې په ورځني ژوند کې شېدې او لبنیات استعمالوي، په هغوی کې هم د زړه ناروغیو خطر کم وي. خو هغه کسان چې شېدې او لبنیات یې لږ استعمالول هغوی کې د زړه او شریانونو ناروغیو خطر ډېر و.

د یادولو وړ ده چې روغتیایي کارپوهان له تېرو څو کلونو راهیسې ټینګار کوي، چې شېدې او لبنیات دې لږ استعمال شي، ځکه چې په دې کې په ډېره اندازه غوړ موجود وي.

خو اوس څېړنه وایي چې د زړه له ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره له شېدو او لبنیاتو په مکمل ډول ډډه کول د ستونزې حل نه دی بلکې ستونزه نور هم ډېروي او اړتیا ده چې په دې اړه څېړنې وشي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …