کورپاڼه / هنر او کلتور / د عالیه بټ او رنبیر کپور د واده نېټه په ډاګه شوه

د عالیه بټ او رنبیر کپور د واده نېټه په ډاګه شوه

د بالیووډ فلمونو د مشهور اداکار رنبیر کپور او عالیه بټ د واده نوې نېټه په ډاګه شوه. له دې وړاندې هم د دواړو د واده په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي ول.

په دې ورځو کې په بالیووډ کې د کترینه کیف او وکي کوشال د واده په اړه له آوازو وروسته اوس د رنبیر کپور او عالیه بټ د واده راپورونه خپرېږي.

څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې دواړه د روان کال په ډسمبر میاشت کې واده کوي، خو دواړو ته د نږدې سرچینو پر وینا رنبیر او عالیه واده کول غواړي خو د دوی واده به سږ کال نه بلکې راتلونکی کال وي.

د بالیووډ د راپورونو له مخې تمه ده چې رنبیر او عالیه به د راتلونکي کال په فبرورۍ یا میې میاشت کې واده وکړي او د واده د ځنډ لامل یې د کرونا دریمه څپه ښودلې شوې، ویل کېږي دواړه د کرونا وضعیت ته کتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د عالیه بټ او رنبیر کپور د واده په اړه له ډېر وخته راپورونه خپرېږي او داسې ویل کېدل چې دواړه به سږ کال واده وکړي، خو اوس دا ډول راپورونه رد کړل شول.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …