کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې زکام، نزلې او ټوخي څخه د ژغورلو ۱۰ آسانه کورنۍ نسخې

د ژمي په موسم کې زکام، نزلې او ټوخي څخه د ژغورلو ۱۰ آسانه کورنۍ نسخې

دا چې د ژمي د موسم هوا ورو په ورو سړېږي او ډېری خلک یې په سبب له ټوخي او ساړو سره مخ کېږي، نو په دې موسم کې بیا په ځانګړي توګه د کورونا د ویروس د خپرېدو سره اړینه ده، چې له ذکر شوو ناروغیو څخه ځان وژغورو. چې په همدې موخه مو په دې لیکنه کې لس هغه کورنۍ نسخې در ښودلي، چې له زکام، نزلې او د ټوخي په څېر له ستونزو مو ژغورلی شي.

له مالګې سره د ریحان یا کشمالي د پاڼو استعمال:

ویل کېږي چې ریحان یا کشمالي د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، چې په طب کې یې اکسیرو په ډول ګڼي. نو که چېرته د ژمي په موسم کې له مالګې سره یوځای وخوړل شي، نو د زکام، نزلې، ټوخي او سړو څخه مو سمدستي ژغوري.

د کورکمنو شېدې:

هغه کسان چې په ژمي کې په دوامداره توګه د پورتنیو ناروغیو ښکار وګرځي، باید له وېده کېدو دمخه د کورکمنو شېدې وڅښي، چې په دې سره به یې د بدن د غړو سوخت ورک شي او دفاعي سیستم به یې قوت ترلاسه کړي.

د لېمو او ادرکو قهوه:

که چېرته دا وېره درسره وي چې د نزلې، زکام او ټوخي ښکار یئ، نو په ورځني ډول د ادرکو په قهوه کې لېمو واچوئ او استعمال کړئ، چې په دې سره به مو اضافي وزن کم او ذکر شوې ستونزې به حل شي.

هوږه او وطني غوړي:

که چېرته مو ساړه کېږي او د ټوخي کومه درملنه درته ګټه نه لري، نو پخلنځي ته لاړ شئ، هوږه راواخلئ او په وطني غوړیو سره یې یوځای وخورئ، نو ستونزه به مو حل ومومي.

وریتې کړې چڼې:

د شپې له خوراک څخه دمخه وریتې کړې چڼې وخورئ او ورپسې ګرمې شېدې وڅښئ، چې په دې سره به مو بدن ګرم شي او له زکام، نزلې او ټوخي څخه به وژغورل شئ.

مساله لرونکی چای:

ادرک، د ریحان پاڼې، تور مرچ او دار چیني به راواخلئ او قهوه به ورځنې تیاره کړئ، بیابه ذکر شوې قهوه وڅښئ، نو له موسمي ناروغیو به امان ومومئ.

شات او تور مرچ:

د شپې له وېده کېدو دمخه په شاتو کې تور مرچ واچوئ او ورو ورو یې وخورئ. ویل کېږي چې پورتنی ترکیب د موسمي ناروغیو یو غوره حل لاره ده.

د ګازرو جوس:

هغه کسان چې د ژمي پت موسم کې په هره اوونۍ کې د موسمي ناروغیو ښکار ګرځي، باید د ګازرو د جوسو په استعمال سره خپله ستونزه حل کړي.

د ستوني سوخت لپاره:

د ټوخي او د ستونې د سوخت لپاره د ادرکو یوه وړه ټوټه راواخلئ، بیا یې پرې کړئ، لږه مالګه پرې واچوئ او و یې خورئ.

په مالګینو اوبو غړغړه وکړئ.

د ژمي په موسم کې د تنفسي سیستم د غړو پاکوالی ډېر اړین وي، نو که چېرته په ورځني ډول مالګینې اوبه غړغړه کړئ، د موسمي ناروغیو څخه مو ژغورلی شي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …