کورپاڼه / خپلواک / ولې د ژمي په موسم کې د معدې سوخت یا تېزابیت ډېر وي؟

ولې د ژمي په موسم کې د معدې سوخت یا تېزابیت ډېر وي؟

د ډېر خوراک یاهم د چرګ د غوښې د استعمال سره سم زموږ پر معده اغېز پرېوځي، چې بیا مو په سینه کې یو ډول سوخت رامنځته کېږي، چې همدې سوخت د معدې تېزابیت ویل کېږي او دا سوخت له معدې څخه غذایي نلونو ته داخلېږي، چې بیا د درد سبب کېږي.

اوسمهال چې د ژمي موسم جریان لري، انسانان د نور وخت په پرتله له ډېرې لوږې سره مخ کېږي، چې بیا ډېر خوراک کول د معدې لپاره ښه نه وي او د تېزابیت په ګډون د ټوخي او د ساه اړوند ستونزې هم رامنځته کوي. نو راځئ چې د درملنې په اړه یې یو لړ اقدامات وکړو.

درملنه:

ادرک چې په ډېرو ناروغیو کې د درملو په توګه استعمالېږي د معدې لپاره هم ګټور وي. یعنې د ادرکو په استعمال سره بدهضمي له منځه ځي، خو که د شین چای سره وکارول شي، نو د تېزابیت ستونزه هم حل کوي.

ګوړه هم د سینې د سوخت او تېزابیت لپاره ګټوره وي. ویل کېږي چې په ګوړه کې په زیاته اندازه میګنیزیم شتون لري، چې هصم ته پیاوړتیا ورکوي او د تېزابیت مخنیوی کوي.

کوم توکي یا شیان باید استعمال نه شي:

هغه کسان چې د معدې تېزابیت لري، ژر نه هضمېدونکي خواړه دې نه خوري او یخو څښاکو دې ډډه وکړي، ځکه چې یخ څښاک د معدې د مختلفو ګیسونو د راټولو سبب کېږي. دغه راز د سترس له کورنۍ لکه د لېمو او سنګترې څخه ډډه وشي، ځکه چې تروشې مېوې هم د معدې تېزابیت رامنځته کوي او د کافي استعمال هم د معدې د تېزابیت لپاره تحریک کوونکې ګڼل کېږي.

بله خوا ځینې نور توکي هم په ګوته شوي، چې په استعمال سره د معدې اړوند ستونزې حل مومي، چې عبارت دي له شاتو، کېلې، پرته له غوړو غوښه، بادام، لوبیا او غلې دانې.

دا هم ولولئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه …