کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې هره ورځ لامبل د روغتیا لپاره زیانمن وي

د ژمي په موسم کې هره ورځ لامبل د روغتیا لپاره زیانمن وي

د ښې روغتیا لپاره د ځان پاکوالی اړین وي او د ځان د پاک ساتلو لپاره باید ولامبو یا ځان ووینځو، خو د ژمي په موسم ځینې خلک په ورځني ډول له لامبلو وېرېږي، چې روغتیایې پوهان یې هم تاییدوي او وایې چې د ژمي په موسم کې هره ورځ لامبل د روغتیا لپاره زیانمن وي.

ډاکتر رانیلا هرش وایې، چې په ژمي کې هره ورځ لامبل پوستکی اغېزمنوي، نو هغه کسان چې د ژمي په موسم کې هره ورځ لامبل خوښوي، ورته پکاره ده چې دغه عادت سمدستي پرېږدي، روغتیایي کارپوهان وایي چې له څېړنو یې ثابته کړې، چې پوستکی داسې یو سیستم لري، چې په اتومات ډول پوستکی پاکوي.

سربېره پر دې چې په ورځنې ډول لامبل مو پوستکی سپوروي، د پوستکي لاندې موجودې هغه مادې هم ختموي، چې پوستکی نرم ساتي او ساتنه یې کوي. دغه راز د پوستکي ډاکتران وایي چې د ژمي په موسم کې په ورځني ډول لامبل د پوستکي هغه بکټریا له منځه وړي، چې پوستکی له زهرجنو موادو څخه ژغوري.

بله خوا په ګرمو اوبو سره لامبل هم د نوکانو لپاره زیانمن وي، نو د ژمي په موسم په ورځني ډول له لامبل ډډه وکړئ.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …