کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې د چرګ او ماهي د غوښې خوړلو روغتیایي ګټې

د ژمي په موسم کې د چرګ او ماهي د غوښې خوړلو روغتیایي ګټې

غوښه زموږ د خوراکي توکو یوه عامه برخه ده، چې تقریباً ۵۹ سلنه ځوانان یې په ورځني ډول استعمالوي، خو دلته پوښتنه را پیدا کېږي چې کوم ډول غوښه زموږ لپاره ګټوره وي او د کومې غوښې خوړل راته زیانمن تمامېږي؟

په همدې اړه د امریکا څېړونکو ویلي دي، چې د چرګ او ماهي غوښه د زړه او فلج په ناروغیو کې ۳۰ سلنه کموالی راولي. ویل کېږي چې په ذکر شوو غوښو کې داسې انزایمونه موندل کېږي، چې د وینې کلیسټرول ډېرېدو ته نه پرېږدي او په مناسبه اندازه پروټین د بدن په برخه کوي، چې په پایله کې د خطرناکو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

دغه راز د کیر ولینا پوهنتون ریس بیري هاپکنز وایي، چې د غوښې په استعمال کې کمي راوستل اړین دي، خو که چېرته پخپلو خوړو کې د ماهي او چرګ غوښه شامله کړو، بدن مو متحرک کېږي او دماغو ته مو ځواک ور په برخه کوي.

په ختیځ طب کې هر یو شی درې ډوله ځانګړتیاوې لري، چې عبارت دي له سوړ، ګرم او معتدل څخه، چې بیا په همدې ډول ویل کېږي، چې شېدې سوړ خو ماهي بیا ګرم اغېز لري او د دوو متضادو توکو یوځای استعمال د پوستکي اړوند ستونزې رامنځته کوي او د ماهي له خوراک څخه دمخه د شېدو، مستو یا د پنیر له خوراک څخه د ډډې کولو لارښوونه شوې.

خو د ساینسي څېړنو له مخې دا خبره نه ده ثابته شوې، چې له ماهي دمخه د شېدو خوراک دې ناوړه اغېزې ولري، بلکې داسې خوراکي توکي هم شته چې له مستو، شېدو او د ماهي له غوښې ترکیب شوي او د دماغو او زړه لپاره ګټور تمامېږي.

خو که چېرته د غذایي توکو او د هضم په اړه یې خبرې کوو، نو ویل کېږي چې شېدې او ماهي دواړه د پروټینو مهمې سرچینې دي، چې د هضم پرمهال معده دوه چنده زحمت ایستلو ته اړ کوي، یعنې د دواړو توکو په یوځای هضمول یو څه ستونزمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …